د مینې او نازولیتوب توپیر په څه کې ده؟

د مینې او نازولیتوب توپير په څه کې ده؟ مهاتریا را وایي:نازولیتوب دې نیمګړتیاوو سره پرېږدي،خو مینه به د بدلون لپاره خپل نظر درسره شریک کړي.نازولیتوب دې ځانغوښتنې باندې کار کوي او مینه مو غښتنلي کوي.نازولیتوب به یوازې هغه مخ درته ښایي چې تاته ښه ښکاري،او مینه به دا خطر په ځان مني او ریښتونې شکل به درباندې ګوري. زیاتره خلکو ته مینه ورکول داسې ښکاري چې هغوی سره باید نرم واوسو او د هغوی هره خبره ومنو .هېڅ کله ګوته ورته ونیسو او ګله هم ترې ونه کړو خو دا مه هېروئ،چې نازولیتوب به دې هماغه ارامه او نیمګړې سیمه کې چې یې پرېږدي خو مینه تا نشي پرېښودی چې همدغسې پاتې شې ځکه هغه څه چې بدل نه شي وده نه کوي.نازولینوب به تاته یوازې له دروغو ډک رنګین ماښام دروښيي خو په تاکې به هېڅ کله بدلون رانه ولي خو د مینې کار بیا داسې نه دی مینه لکه یو تفکر دی او دا به تاته ښکاروي چې هېڅ نه دي روان خو وروسته به هر څه بدلون ومومي. مینه دا ده چې یو څوک سره د ټولو نیمګړتیاوو یې د منلو وړ وي دا سمه ده چې هېڅ انسان بشپړ نه دی هرومرو به څه نا څه نیمګړتیاوې لری خو که چېرې مینه کې مو عیبونه وي نو دا مونږ خپل فرض بولو چې په خوږو الفاظو ورته بیان کړو نه دا چې پخپل حال یې پرېږدو. نازولیتوب مو کمزوري کوي ، مینه مو غښتلی کوي. لیکنه: مریم صدیقي