هلمند کې د شاتو مچیو روزنې کاروبار غوړېدلی

روهي( نۍ/۹ د لیندۍ )، هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى دا مهال دغلته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې ګړندۍ شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسیدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ۴۰۰ فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیات شوي دي.
 
د هلمند د کرنې رییس وایي، چې په دې ولایت کې به سږ کال ۱۷.۵ ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۶ مټریک ټنه شات تولید شوې وه.
 
په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه ډول د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.
 
د هلمند په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کیږي. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.
 
افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوې، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.
 
د کرنې وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچه اوسمهال د شاتو مچیو روزلو په برخه کې څه باندې ۴۰ زره کورنۍ کار کوي او د خپلو کورنیو لګښتونه له همدې لارې ترلاسه کوي. د مګړۍ په هېواد کې څه باندې شپږ زره او ۵۱۰ کسان د شاتو مچیو په روزلو بوخت دي او کرنې وزارت د ۸ کوپراتیفونو، ۲۸ ټولنو او یوې اتحادیې په قالب کې د شاتو مچیو روزنکو څخه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د شاتو مچیو څه باندې ۲۱۳ زره او ۸۳۷ صندوقونه شتون لري خو افغانستان د شاتو مچیو د یو میلیون صندوقونو ظرفیت لري.
 

افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کيږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.