
روهي( نۍ/۹ د لیندۍ )، د ۱۰۱ کلونو په عمر د جاپان پخوانی لومړی وزیر، یاسوهیرو ناکاسون مړ شو. هغه څو لسیزي د نړۍ د دغه اوس دریم قوي اقتصادي هیواد سیاست ټاکلی او دغه هیواد یې د پرمختګ لوړو پوړو ته رسولی.
له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۸۷م کاله پوري د ناکاسون د لومړي وزیر پر وخت هغه تر دوهم نړيوال جنګ وروسته د اساسي قانون د بدلون کوښښ کاوه. ياد قانون دغه هیواد له جنګي فعالیتونو څخه منع کوي.
دغه محافظه کاره سیاستمدار ددې له پاره مبارزه وکړه چي جاپان ته دي لکه د نورو مستقلو هیوادونو په څیر موقع ورکړل سي چي له نظامي لحاظه هم خپله علاقه مندي اظهار کړي.
د نورو ترڅنګ یې په خپلو حماسي اظهارتو سره سخته غوغا رامنځته، مثلأ ویې ویل چي «جاپان د ازادي نړۍ یوه نه ډوبیدونکې الوتکي انتقالونکې کښتۍ ده«.