پاکستان د لاهور په ښار کې چاودنه وشوه

روهي( نۍ/۹ د لیندۍ )، د پاکستانۍ رسنیو له قوله دا چاودنه په یوې ریکشا کې شوې ده چې له کبله يي ۵ تنه ټپیان شوي دي.
 
د لاهور پولیسو ویلي دي چې چاودنه د چوبرجي په سیمه کې شوې ده .
 
ځینو سرچینو دا چاودنه په ریکشا کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو موادو د چاودنې په پایله کې د رامنځته کیدو او ځینو نورو بیا چاودنه د ریکشا د ګازو د بالون د چاودنې په پایله کې د رامنځته کیدو نه خبر ورکړی دی.
 
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.