عراق کې روانو لاریونونو بالاخره حکومت استعفا ته اړ کړ

روهي( نۍ/۹ د لیندۍ )، د عراق لومړي وزیر ویلي دي چې خپله استعفا به پارلمان ته وړاندې کړي
 
هغه د بیان په خپرولو سره ويلي دي چې خپله استعفا به پارلمان ته وړاندې کړي. د ویلو ده چې په عراق کې د نږدې دوو میاشتو راهیسې د حکومت پر خلاف لاریونونه روان وو چې په نتیجه کې په سلګونو تنه وژل شوي او په زرګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د عراق لومړي وزیر عبدالمهدي د بالاخره د استعفا کولو پریکړه وکړه. هغه پداسې حال کې د استعفا کولو پریکړه وکړه چې یواځې نن په عراق کې څه باندې ۵۰ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.