
روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)، غازي سیال چې له نورو ژبو سره د پښتو ادب د سیالولو په سیالۍ کې نژدې نېمه پېړۍ کار وکړ پرون یې د ژوند ډېوه مړه او نن د پښتونخوا په بنو کې خاورو ته وسپارل شو. د غازي سیال خپله خبره ده چې پر ۱۹۳۳ کال یوه علمي او ادبي کورنۍ کې زېږېدلی او خپلې زدکړې یې له پنج ګنج او ګلستان سره له خپل پلار عبدالغفور شاه پیل کړې او تر صرف او نحوې یې دا زدکړې په کور کړې وې. نوموړي د شعر او داستان برخه کې تر ۱۶ کتابونه چاپ کړي او ځینې ناچاپ اثار هم لري. په چاپ شویو کتابونو کې پنځه شپږ نثر او درې کتابونه یې نعتونه دي، تر شپږو د نظم کتابونه او درې ناولونه لري. نوموړي د څه باندې ۵۰ پښتو فلمونو لپاره سندرې هم لیکلې دي چې د ګلناربېګم په څېر د وخت وتلې سندرغاړې ویلې دي. خواله رنسیو کې د غازي سیال پر مړینه خواشیني ښودل شوې او د پښتو لپاره یې لوی زیان بللی، خو خپله غازي سیال وايي: مرګ مې هم نشي وژلی زه فنکار يم نه مړ کېږم د خپل فن په زور به سياله یو ځل بیا را ژوندی کېږم