
روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)،په لومړي ځل د پخواني شوروي په ځینو جمهوریتونو کې د سره سیماب اوازه ګډه شوه. هغه مهال ویل کېدل چې سور سیماب ځکه ډېره ګرانه بیه لري چې د روسیې او امریکا اټومي توغندیو په جوړښت کې مهم رول لوبوي.
دا هم ویل کېدل چې په تور بازار کې له سیماب سره یورانیم هم ګډ خرڅېدلای شي او دا دواړه د اټومي وسلو دوه بنسټیز عناصر دي او څوک چې دا دوه ولري مانا چې اټومي وسله یې په واک کې ده. که څه هم سیماب سلفایډ سور رنګ لري، خو هیڅ ډول جادويي او خارق العاده خواص نه لري او نوم یې هم سور سیماب نه دی.
خو مافیایي کړیو سرې رنګ کړې اوبه په تور بازار کې په میلیونونو ډالرو په وګړو او ان حکومتونو خرڅې کړې دي. د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس دا اوازې جدي ونیولې او په تور بازار کې د پېرودلي سور سیماب نمونې یې وڅېړلې.