ټیک ټاک له فیروزې عزیز څخه پښنه وغوښته

روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)، د 'ټېکټاک' چینايي خواله رسنۍ له افغان توکمه امریکایۍ پېغلوټې بښنه غوښتې او د هغې ګڼون یا حساب یې بېرته فعال کړی دی. د نوموړې 'ټېکټاک' ګڼون له هغه وروسته د څو ګړیو لپاره ناچله شو، چې په یوه وېډیو کې یې له اویغور مسلمانانو سره د چین پر چلن نیوکه وکړه.
 
اوس 'ټېکټاک' وايي، چې د ۱۷ کلنې فیروزه عزیز له حساب یې دا بندیز لرې کړی دی. دا شرکت وايي، د حساب ځنډول له چینايي سیاست سره تړاو نه لري، بلکې د هغې په اکونټ کې د پخوانيو موادو له امله و.
 
بېجنیګ کې له 'بایټ ډانس' سره تړلی 'ټېکټاک' ټیګار کړی چې له چین بهر خپلو تولیداتو باندې د منځلارۍ اصول نه پلي کوي. خو فیروزه عزیز ټوېټر کې وايي، چې د 'ټېکټاک' ځواب یا وضاحت ورته د منلو نه دی: "زه په دې باور وکړم؟ چې دوی د یوې طنزیه وېډیو سره چې زما پخواني ډیلېت شوي حساب سره د تړاو له امله زما حساب وځنډاوه. له هغه وروسته ما د اویغوریانو په هکله درې برخې وېډیو بشپړه نه کړه داسې نه ده