د اروپایي ټولنې لپاره د امریکا استازي باندې د جنسي ځورونې تورونه

روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)، درې ښځو د اروپایي ټولنې لپاره د امریکا پر استازي ګورډن سونډلنډ د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي. دا تورونه د پورټلنډ میاشتنۍ مجلې او "پرو پبلېکا" رسنیو خپاره کړي او هغه وخت پورې اړه لري چې دی سفیر نه و.
 
ښاغلي سونډلنډ دا تورونه رد کړي او وایي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په قضیه کې د ده د رول له کبله دې مېرمنو په نښه کړی دی. نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځو ته لاس ور وړلو او د هغوی ښکلولو تورونه د سیاسي موخو لپاره پرې لګول شوي. درې واړه ښځې وایي، ښاغلي سونډلنډ له دوی نه جنسي غوښتنې کولې.
 
خو کله چې دوی دا غوښتنې رد کړې نو ښاغلي سونډلنډ ورته کنځلې وکړې او له دوی سره یې د کار په برخه کې کړې ژمنې هم پوره نه کړې.