
روهي(پنځه نۍ/۷ د لیندۍ)، د پاکستان عالي محکمې د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید باجوه کاري موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوله. د عمران خان حکومت پرېکړه کړې وه چې ښاغلی باجوه به درې کاله نور هم د پوځ مشر وي، خو عالي محکمې وویل چې باید د دغه کار لپاره ټول دلایل او انګیزې واضح او روښانه شي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد د لوی درستیز کاري دوره درې کاله وي. دا قانون په ۱۹۷۲ کال تصویب شو او له هغه را وروسته د پاکستان ملکي حکومت فقط یو ځل د لوی درستیز کاري دوره غځولې ده. تر دې مخکې دغې محکمې د ښاغلي باجوه د کاري مودي د غځولو په اړه د حکومت پرېکړه رد کړې وه. د پاکستاني د عالي محکمې مشر آصف سعید وویل: " موږ دا قضیه پارلمان ته سپارو چې په اړه یې اړوند قوانین ترتیب کړي. "