
کومو وختونو کې مطالعه وکړو؟ مطالعه کول په اوسنۍ پرمختللې نړې کې له اړینو مواردو څخه ده او دا هم په کار ده چې په مطالعه کې باید تمرکز ولرو نو د دې لپاره چې ذهن مو په سمه توګه په مطالعې بوخت وي نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلویزیون لیدل، موسيقي اورېدل او خبرې کول پرېږدو او همدارنګه ذهن مو یوازې پر لوست متمرکز کړو او نور سوچونه بل وخت ته پرېږدو. اوس راځو د مطالعې وختونو ته چې په کومو وختونو کې ذهن مطالعې لپاره چمتو وي.
۱ـ د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو ذهن ۱۰۰ سلنه کار کوي. ۲ـ د سهار له ۶ تر ماښام اووه بجو پورې مغز ۵۰ سلنه کار کوي. ۳ـ د شپې له پلوه مغز ۲۰۰ سلنه کار کوي. د مطالعې ځینې ځانګړنې: ۱ـ کله مو چې وغوښتل ډېره مطالعه وکړئ او هغه هم پرلپسې توګه نو د ۳۰ یا ۵۰ دقیقو مطالعې وروسته ۱۰ دقیقې دمه وکړئ داسې مو درس ذهن کې ښه کیني.
۲ـ کوم درس مو چې په ابي خط لیکلی وي د تور خط په پرتله ژر زده کیږي.
۳ـ د تدریسي کتاب پرته د نورو کتابونو لوستل ډېر غوره ده ، یوازې په یوه درسي کتاب مه پاتې کیږئ.
۴ـ د ټولګۍ په لومړیو څوکیو کې کېنئ ،ځکه د استاد پر تاسو ډېر پام وي او ستاسو پام هم بل پلوه نه ځي تاسو به لیدلي وي چې د لومړیو څوکیو زده کوونکي د نورو څوکیو په پرتله ښه نمرې اخلي. ۵ـ امتحان ته مثبت ذهنیت سره ځئ پر تېرو فکر مه کوئ. لیکنه:مریم صدیقي