له ايران او عراق وروسته لبنان: لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي دي

روهي (پنځه نۍ/۸ د لېندۍ)، لبنان کې له تېرو څو اوونيو راهيسې د حکومت ضد لاريونونه روان دي چې اوس مهال په تاوتريخوالي اوښتي دي. د پلازمينې په شمول په څو ښارنو کې دا لاريونونه روان دي.

حکومت هلته د شيعه او عيسيوي توکمو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي او په لويه کې د لارينونو کې د کنټرول په پار پوليس ځای پر ځای کړي دي.

دا مظاهرې د ايران او عراق په ډول د حکومت پر وړاندې دي چې د ژورو بدلونونو او اصلاحاتو غوښتنه په کې کيږي. د يادونې ده چې په ايران او عراق کې هم د حکومت ضد لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي دي چې خاني او مالي تلفات لري.