
روهي (پنځه نۍ/۸ د لېندۍ)، د افغانستان ملي موزیم مشر فهیم رحیمي مشر وايي چې ۵۰۹ هغه تاريخي او لرغوني توکي چې په غلا يې له هېواد د وتلو هڅه کېدله بېرته ملي موزيم ته سپارل شوي دي. د چارواکو په وينا چې دغه توکي پوليسو د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې نيولي دي.
دغه توکي د غزنويانو او همدا ډول د بودا په دورو پوري اړه لري په بيلا بيلو وختونو کې د قاچاقبرانو نېول شوي او برېته ملي موزيم ته وسپارل شول.
د کورنيو جګړو پر مهال او د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره هم د افغانستان ډېری تاريخي او لرغوني اثار په قاچاقي ډول له هېواد بهر ته وړل شوي چې يو شمېر يې د افغان حکومت په هڅو بيرته هېواد ته راوړل شوي دي.