د نړۍ شپږ ترټولو ګران بيه چورلکې

د نړۍ شپږ  ترټولو ګران بيه چورلکې
ډاکټر نېک محمد ويال

د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د نړۍ هېوادونو خپل پوځي ځواکونه هم پر ټېکنالوژۍ سمبال کړل. له اټومي وسلو وراېخوا ليزري وسلې، پرمختللي توپک، توپونه، ټانکونه، چورلکې، الوتکې، لېرې واټن وېشتونکي توغندي او مزايل هغه څه دي چې د نړۍ هر هېواد يې اوس د لاس رسي او غښتلتيا هڅې کوي. دلته شپږ هغه چورلکې درته معرفي کوو چې بيې يې تر ټولو لوړې او ستر تخنيکونه لري.

۶- Bell Ah-1Z Viper: دغه چورلکه د امريکا متحدو ايالتو جوړښت دی چې دوه انجن لري. د دغه چورلکې يوه وړتيا دا ده چې د شپې، ورځې او هر ډول هوا کې کولی شي چې عمليات تر سره کړي. Bell Ah-1Z Viper چورلکه کې د شپني عملياتو لپاره ځانګړي سافټ وير او پوستغالی ځای پر ځای شوی دی، چې د لېرې او روښانه واټن د لېدو وړتيا لري. ياده چورلکه کولی شي تر دوه ټنه بيلا بيلې وسلې پورته او انتقال کړي. د Bell Ah-1Z Viper چورلکې بيه ۳۱ مېلېونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.

۵- KA-52Alligator: دغه چورلکه دوه څوکۍ لرونکې ده، چې د پورته چورلکې په ډول د شپې او ورځو او هر ډول هوا کې د پوځي عملياتو وړتيا لري. دغه چورلکه په بڼه کوچنۍ ده، د روسيې هېواد توليد او د روسي ځواک په لاس کې ده. KA-52Alligator چورلکه په زغره پوښل شوې ده او په ۲۰۰۸ز کال کې يې د روسيې په پوځ کې چوپړ پيل کړ. در وسيې دغه وسله هم دوه ماشين لرونکې ده خو کولی شي چې په يو ماشين هم الوتنه وکړي. KA-52Alligator چورلکه د ټانک ضد مزايل غورځوي. د دغه چورلکې بيه ۳۲ مېلېونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.

۴- E- Tiger: دغه چورلکه هم جرمني او هم فرانسه لري. په ۱۹۸۵ز کال کې لومړنۍ بڼې جوړې او د دوخت په تېرودو يې لا پرمختګ وکړ. اووه ميلي متره لرونکي توپونه لري او همدا ډول د مزايلو وېشتلو وړتيا لري. E- Tiger داسې چورلکه ده چې په هوا کې نورې چورلکې هم په نښه او ښکار کوي. بيه يې ۳۹ مېلېونه امریکايي ډالر ده.

۳- Denel Ah-2: د نوي نسل افريقايۍ چورلکه ده. لارښوونه کېدونکي توغندي توغولی شي او تر لسو کيلو متره لېرې يا لاندې واټن په نښه کوي. Denel Ah-2 له هوا څخه هوا ته لنډ واټن وېشتونکي توغندي هم وېشتلی شي. بيه يې ۴۰ مېلېونه امريکايي ډالر ده.

۲- T129: ترکيې هېواد جوړ کړې چورلکه ده چې د نورو پر پرتله يې وزن کم دی. درې ۲۰ ميلي متره قطر لرونکي توپونه لري، کمپيوټري سېستم او لوړه ټېکنالوژي په کې کارول شوې ده. T129 له هوا څخه هوا ته سټېنګر مزايل توغولی شي. د دغه چورلکې د پېر بيه دوه پنځوس مېلېونه امريکايي ډالر ده.

۱- AH-64D- AL: اوس مهال نړۍ کې ترټولو ډېره لوړه بيه لرونکې چورلکه Ah-64 Apache ده چې د امريکا متحدو ايالتو پوځ په لاس کې ده. شپاړس د ټانک ضد اور لږونکي مزايل لېږدوي. هوا کې د نورو چورلکو څخه د ځان ساتنې دفاعي سېسټم لري. د اخېستو بيه يې ۶۱ مېلېونه امريکايي ډالر ده.