
اسدالله خالد او ملالۍ شينوارې ته د منسوبې ټيلفوني اړيکې په اړه پنځه خبرې
ډاکټر نېک محمد ويال
له تېرې ورځې د ملي دفاع وزارت چارسمبال وزير اسدالله خالد او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ شينوارې ته؛ منسوب غږيز کلېپ رسنيز شوی او پر ټولنيزې رسنۍ فېسبوک يې غبرګونونه راپورته کړې دي. دغه غږيز کليپ چې خلک يې د اسدالله خالد او ملالۍ شينواري ترمنځ شخصي ټيلفوني خبرې يادوي له نيوکو سره مخ شوی دی. د دغه کلېپ په اړه يو څو ټکې په لاندې ډول شريکوم:
۱- د هېواد اساسي قانون د اشخاصو ترمنځ خبرې - اترو ته د لاس رسي په اړه په لاندې ډول حکم کوي. "دويم څپرکی: د اتباعو اساسي حقوق او وجایب،
اوه دېرشمه(۳۷) ماده،
لومړۍ فقره : د اشخاصو د مخابرې او لیکونو آزادي او محرمیت که په لیکلي ډول وي یا د تیلیفون او تلګراف او یا نورو وسیلو له لارې، له تېري څخه خوندي دي.
دويمه فقره: دولت د اشخاصو د مخابرو او لیکونو د پلټني حق نه لري، مګر د قانون له حکمونو سره سم."
نو په دې اساس ويلی شو، چې د دوی ټيلفوني خبرې رسنيزې کول، پرته د محکمې له حکم له قانون سرغړونه او په شخصي ژوند کې لاس وهنه ده چې په خپله جرم شمېرل کيږي.
۲- که چېرې ومنو چې دغه غږيز فايل د اسدالله خالد او ملالۍ شينواري ترمنځ رېښتنې خبرې دي، خو شااوخوا کالونه وړاندې شوې دي. په دې فايل کې دوی نه دی افغانستان د ويجاړۍ، نه د جاسوسۍ او نه هم د ورانۍ خبرې کړې دي. لسګونه داسې غږيز فايلونه د حکومت د لوړپوړو چارواکو شتون لري، چې په څرګنده يې له هېواد سره د خيانت ثبتونه په کې وړاندې کړي دي.
۳- د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره تر ډېره په دې برخه کې ناشوني کارونه شوني شوي دي. د کمپيوټر او پر مختللو پروګرامونو په شتون کې دا ساده او اسانه خبره ده چې د يو چا غږ ته ورته غږ جوړ شي او بيا يې د دوی پر شخصيت د بد اغيز لپاره رسنيز شي. که چېرې د دوی منسوب غږيز فايل هم وارېدل شي، نو داسې حس کيږي چې له ژور اېډټ وروسته برابر شوی دی او خبرې په کې يو خوا او بلې خوا شوې دي.
۴- که دغه ټيلفوني خبرې رښتيا او يا هم دروغ وي، په نشر او رسوا کېدو سره يې کوم درد دوا کېدای شي؟ په هېواد کې هر ورځ د جنسي تيري، غلا، ځورونو، چور، فساد، غصب، قتل او نورو بدبختيو شاهدانو يو. چې کله يو څوګ داسې مسايلو ته د خپلو موخو په پار لمن وهي، غوره ده چې د ټولنې نور زهري مسايل حل او درمل ورته پيدا کړي.
۵- د دغه فايل د دروغو يو بل ثبوت دا کېدای شي، چې د کالونو وړاندې فايل ولې نن رسنيز کيږي. دغه فايل نه په ارشيف کې ساتل شوی وو او نه هم په موزيم کې چې د تاريخي اثر په ډول ورته وکتل شي. که چېرې رېښتيا وای، نو بيا ښايي کالونه وړاندې مو تر غوږونو رسېدلی وای، خو چې نن جوړيږي او رسنيز کيږي، نو موخه يې تخريیب او تر شا يې دسېسې شتون لري. د يادونې ده چې دغه فايل وروسته له هغه رسنيز کيږي چې اسدالله خالد هغه خلکو ته چې د ټاکنو پايلې نه مني او د ګډوډۍ هڅې کوي خبرداری ورکړی چې ملي امنيتي ځواکونه به د داسې کړنو اجازه ورنه کړي.