مرکل : د ناټو په سازمان کې د ترکیې موجودیت یو شرط دی   

روهي( پنځه نۍ/۷ د لیندۍ )، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل چې ترکیه باید چې د ناټو سازمان د غړي په توګه پاتې شي.
 
د جرمني لومړۍ وزیرې دا څرګندونې د نوموړي هیواد په فدرال مجلس کې عمومي غونډې ته وکړې. هغه د ناټو سازمان د ۷۰ یمې کلیزې له امله ددې سازمان په اهمیت بحث وکړ.

مرکل وویل چې ترکیه د ناټو سازمان لپاره د جیوستراتیژیک اهمیت نه برښمند یو هیواد دی. " د ناټو په سازمان کې د ترکیې موجودیت شرط دی. دې مسئلې لپاره باید لا زیاته هڅه وکړو."
 
هغې زیاته کړه چې اروپا د ترهګرۍ په مسئله کې په مخکې یو زیات شمیر ستونزې لري.
 
" اوس په یو داسې دوره کې قرار لرو که چیرې زمونږ شاوخوا ته اور لګیدنه رامنځته شي امریکا مسئولیت په غاړه اخیستو ته تیار ندی. په نړۍوال سیستم کې جدي تغیرات رامنځته شوي دي. په یو داسې سیستم کې قرار لرو چې چین کې تر هر چا ډیر زیات فعاله او رغنده رول لري. "
 
هغې وویل چې د ناټو سازمان نه دفاع کول زمونږ په ګټه دي.