
روهي (پنځه نۍ/۷ د لېندۍ)، عراق کې د تېرو څو مياشتو راهيسې په روانو لاريونو کې عراقي لاريون کوونکي په نجف ښار کې د ايران کونسلګري سوځولې ده.
اوس مهال عراقي ځواکونونه سيمې ته رسېدلي دي او د ايران کونسلګرۍ شااوخوا يې کلابند کړې ده. له دې وړاندې لاريون کوونکو په کربلا کې د ايران پر کونسلګرۍ بريد کړی وو.
عراق کې په حکومتي اداره کې د نميګړتياو له امله له تېرو څو مياشتو کې دغه لاريونونه روان دی، چې په تاوتريخوالي کې يې په لسګونه کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي.