هندوستان ستره محکمه: حکومت دې د پاکي هوا غم وخوري

روهي( پنځه نۍ/۷ د لیندۍ )، د هند ستري محکمې په ځانګړې توګه له هغو ایالتونو څخه چي هوا یې ډیره ککړه ده، د هوا د پاکولو په موخه د تدابیرو نیولو غوښتنه کړې. محکمې همداراز له ککړې هوا څخه متضررو کسانو ته د ممکنه جبران خسارې غوښتنه هم کړې ده.

د ستري محکمې په دغه حکم کي چي د سه شنبې په ورځ خپور شو، قاضیانو له ککړي هوا څخه د متضررو کسانو له پاره د ممکنه جبران خسارې خبره هم کړې ده.
 
محکمې حکومت ته شپږ اوونۍ وخت ورکړی دی چي په دغه جریان کي توضیح ورکړي چي ولي یې دغه جبران خساره نه ورکوي. قاضیانو په خپل حکم کي د هیواد اساسي قانون ته اشاره کړې ده، چي پراساس یې دا د حکومت مکلفیت دی، چي د پاکي هوا د رامنځته کیدو غم وخوري.