
روهي( پنځه نۍ/۷ د لیندۍ )د ایران د سمندري ځواکونو قومندان تورن جنرال حسین خانزادي ویلي چې په نږدې راتلوونکې کې به د روسیې او چین د سمندري ځواکونو سره په ګډه د هند اقیانوس په شمال کې د عمان په سمندر کې تطبیقات ترسره کړي.
هغه دا څرګندونې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې د روسیې او چین د سمندري ځواکونو سره ددې ګډو تطبیقاتو لپاره چمتوالی او پلانونه پایته رسیدلي دي.
هغه وویل چې دم ګړۍ په سیمه کې د امریکا لخوا ایران ته هیڅډول کوم ګواښ مخامخ ندی خو دا هیواد غواړي یواځې په سیمه کې ناڅرګندي رامنځته کړي. نن ورځ چې د ځینو خپلسرو ډلو لخوا هم ځینې فعالیتونه ترسره کیږي امریکا هغه په خپل نامه تماموي.
هغه زیاته کړه " که چیرې امریکایان کوچنۍ اشتباه هم وکړي د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا به ورته ډیر سخت ځواب ورکړ شي."
هغه وویل چې ایران تر اوسه پورې په لسګونو کښتۍ نړۍوالو اوبو ته استولي دي. نوموړې کښتۍ په بحرالاحمر او سویش کانال کې د ایراني کښتیو ساتنه کوي.