په روسیه کې داسې آله جوړه شوې چې غواګانې  د شنو ځایونو انځورونه په کې ګوري

روهي(څلورنۍ/۶ د لیندۍ)، په روسیه کې یوه فارم خپلو غواو ته ځانګړې اله جوړه کړې، چې د اندېښنې او وېرې پر وخت ورسره مرسته وکړي. دا اله یوه پرده لري، او د غواو سترګو ته ور تړل کېږي. پر دې پرده د شنو کروندنو مصنوعي فلم ښودل کېږي. د الې جوړوونکې استدلال کوي چې د دې شنو کروندو په لیدو سره غواوې که په غوجله کې هم ولاړې وي، رواني وضعیت یې ښه کېږي او اندېښنه یې کمېږي.
 
دا اله د غواو د سرونو جوړښت ته په کتو جوړه شوې ده او جوړوونکي یې وایي، پکې ښکاره کېدونکي تصویرونه د غواو پر روان مثبت اغېز کوي. د روسیې د کرنې او خواړو وزارت وایي، څېړنو ثابته کړې ده چې د غواو رواني حالت د شیدو په کچه اغېز کوي، او کومه غوا چې خوشحاله وي، ډېرې شیدې ورکوي.
 
له لومړنیو ازمېښتونو جوته شوې ده چې دا اله د غواو پر عمومي رواني وضعیت مثبت اغېز کوي. د کرنې او خواړو وزارت وایي، دا ازموینې د مسکو په رمنېسکي سیمه کې د روس مولوکو په نامه فارم کې ترسره شوې.