د هغې  امریکایۍ پیغلې ویډیو چې ډېره مشهوره شوه

روهي(څلور نۍ/۶ د لیندۍ)، د یوې تنکۍ امریکايۍ پېغلې هغه وېډيو ډېره مشهوره شوې چې پر چينايي ټولنیزه شبکه 'ټېک‌ټاک' یې خپره کړې او د چين حکومت يې تورن کړی چې مسلمانان 'اجباري پنډغالو' کې ساتي او دا کار يې بل 'هولوکاسټ' بللی.
 
فېروزې عزیز وروسته په ټویټر کې ليکلي چې هغه له دغې شبکې بلاک شوې. دا مسلمانه پېغله په یوه لنډه وېډیو کې خپلو مینه والو ته د بڼو جوړول ورښيي. دا په پیل کې ډېره چټکه غږېږي او وايي، دا چې باڼه مو اوږده مالوم شي، نو لومړی یې په پاکۍ نري کړئ او بیا د د اویغور مسلې ته ورشئ چې د هغې په ګومان "بل هولوکاسټ" دی.
 
غلې عزیز دا وېډیو پر خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې چې ډېرو یې هرکلی کړی دی. تر سلو زرو ډېرو کسانو دا وېډیو پر ټوېټر لاس په لاس کړې ده. د چین حکومت په تازه افشا شویو اسنادو کې راغلي، چې دغه هېواد په کمپونو کې د اویغور وګړو "مغزونه مینځي".
 
د چین حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او وايي په دې کمپونو کې دوی په رضاکارانه او وړیا ډول هغو وګړو ته روزنه چمتو کوي، چې په "داوطلب" ډول ګټه اخیستل غواړي.