ټېلر سویفټ د امریکا د کال غوره سندر غاړې شوه

روهي(څلورنۍ/۶ د لیندۍ)، د امریکا لاس انجلس ایالت کې د امریکايي موسیقۍ ایوارډ کې وتلې سندرغاړې ټېلر سوېفټ د کال غوره سندرغاړې ایوارډ وګاټه.
 
ټېلر سوېفټ د کال د غوره هنرمن پر ایوارډ ګټلو سربېره څلور نور ایوراډونه هم وګټل. تېرو لسو کلونو کې د هغې نهه البومونه د ۲۰۰ غوره المبونو په سر کې راغلي دي. دې سره هغې د مایکل جکسن د ډېرو ایوارډونو(جایزو) ګټلو ریکارډ هم مات کړ.
 
له دې مخکې دا ویاړ د ۲۴ ایوارډونو لرلو سره مایکل جېکسن درلود. لاس انجلس کې د مایکروسافټ تیاتر دې مراسمو ته په وینا کې ۲۹ کلنې ټېلر سوېفټ وویل، زما لپاره تر ټولو مهم له خپلو مینوالو سره د کلونو کلونو یادونه او خاطرې دي.