
روهي (څلورنۍ/۶ د لېندۍ)، نن ورځ يو شمېر اسرائيلي وګړو د خپل لومړي وزير نتنیاهو په ملاتړ لارينونه وکړل او تور يې پور کړی چې پر نوموړي د فساد تورنه د کودتا هڅې دي.
لاريون کې د نتنیاهو سياسي ملګرو او د نوموړي د کابيتې يو شمېر وزيرانو هم برخه اخېستې وه. د لاريون کوونکو تر درې زره کسانه وو خو د نتنیاهو ملاتړي وايي چې په دې لاريونونو کې يو لک او پنځوس زره کسانو برخه اخېستې وه.
پر لومړي وزير نتنیاهو د فساد، اختلاس او خيانت تورونه د دغه هېواد لویی څارنوالۍ پورې کړي دي خو نوموړي دا هر څه ردوي او له حقيقت يې لېرې بولي.