د ارواښاد پروفيسور رسول امين لسم تلين

د افغانستان د علومو اکاډمي په کوربه توب او د پروفيسور رسول امين د کورنۍ په همکارۍ د نوموړي د لسم تلين ياد غونډه د (فکر سړی) تر سرليک لاندې د علومو اکاډمي د سيمينارونو په تالار کې د ۱۳۹۸هـ. ش کال د قوس د مياشتې په ۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه.
 
په دې غونډه کې چې د هېواد يو شمېر سياستوالو، پوهانو، فرهنګيانو او د علومو اکاډمۍ علمي غړو برخه اخيستې وه، د پروفيسور امين پر ژوند، فکر او مبارزې خبرې وشوې.
 
رسول امين د ۱۳۱۸هـ. ش د ثور په ۲۰مه نېټه د کونړ د مرکز اسعداباد په وټه پور کلي کې د محمد امين خان په کور کې وزېږېد، په ۱۹۶۶م کال کې يې له پېښور پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، وروسته کابل ته راستون شو او په پښتو ټولنه کې يې لومړنی ماموريت پيل کړ او ترڅنګ يې په کابل پوهنتون کې په افتخاري توګه درس هم ورکاوه. بيا په ۱۳۵۸هـ. ش کال کې پېښور ته مهاجر شو او هلته يې د نورو فعاليتونو ترڅنګ افغان اطلاعاتو مرکز سره هم کار کاوه، هلته يې د وفا په نوم اتحاديه جوړه کړه. بيا د حامد کرزي د انتقالي ادارې له راتګ سره سم د پوهنې وزير شو او په اخره کې د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په استراليا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
 
د هغه ځينې آثار دا دي: افغانستان د تاريخ له خطرناک پېچومي تېرېږي؛ قومي، نژادي او ژبني تعصبونه د افغانستان ملي وحدت او ځمکني تماميت ته خطر دی.
 
د جمهور رئيس محمد اشرف غني په پيغام کې چې د هغه د فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلي و: پروفیسور رسول امین یو له هغو کسانو و چې د افغانستان د تېرو څو لسیزو توپاني حالاتو کې يې تر خپله وسه کوښښ وکړ چې د خپل هېواد او د ټولنی په ژغورنې کې برخه واخلي. ده په دې لاره کې زیاتې لیکنې وکړې، غونډې يې راوبللې، سفرونه یې وکړل، اخبارونه یې راووېستل او کتابونه یې چاپ کړل. ارواښاد  پروفیسور رسول امین د پوهنتون د یوه استاد په توګه هم د قدر وړ خدمتونه کړي دي.
 
د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په خپلې پرانيستې وينا کې وویل:
اروښاد استاد رسول امین د پښتو ټولنې د غړي، لیکوال او څېړونکی، د کابل پوهنتون استاد او د هجرت په چاپېریال کې د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنې  او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث او د منځمهاله حکومت په دوره کې د پوهنې د وزیر په توګه هېواد او خلکو ته د یادونې او ستاینې وړ علمي ـ فرهنګي خدمتونه ترسره کړي دي.
 
د همدغو علمي ـ فرهنګي فعالیتونو په لړ کې یې د یوه ژمن لیکوال، څېړونکي، ژباړونکي، سیاسي مبصر او فرهنګپال په حیث د علمي، تاریخي، سیاسي او ادبي مسایلو په اړه په چاپي رسنیو، په ځانګړې توګه د کابل مجلې، وږمې مجلې، خپلواکۍ مجلې، زېري جریدې، عرفان مجلې او نورو کې په لسګونو علمي، تاریخي، څېړنیزو مقالو ، لیکنو او ژباړو سربېره د سوسیالوجي، د پښتو ټولنیز  او اقتصادي جوړښت، په افغاني ټولنه کې د ښځو اجتماعي موقف، د ځناورو فارم، د افغاني ټولنې د زعامت خلا او نور ځانګړي لیکلي او ژباړلي چاپ شوي آثار لري، چې له امله یې اروښاد استاد موږ ته د معاصر تاریخ په علمي ـ فرهنګي بهیر کې د پیاوړي لیکوال، لوړ علمي ـ فرهنګي، ملي او ټولنیز شخصیت څخه برخمن دی، د دوی فرهنګپالنه، هېواد او خلکو ته په ځانګړې  توګه د ځوان نسل په ښوونه او روزنه او ټولنیز، ملي او سیاسي خدمتونه به د دوی نوم او یاد په زړونو او دماغونو کې د تل لپاره ژوندی وساتي.
 
اوس چې د ارواښاد استاد علمي، فرهنګي خدمتونه د هغوی د لسم تلین په یاد غونډه کې نمانځو ، د افغانستان د علومو اکاډمي د داسې غونډو او سيمينارونو د جوړولو لپاره خپله ژمنتيا څرګندوي او په دې باور یو چې په دې غونډه كې به پوهان او ليكوال په خپلو  ویناوو كې د ارواښاد امين صيب د  علمي ـ فرهنګي او سیاسي شخصیت د ژوند او آثارو بېلابېلې خواوې نورې هم وځلوي چې  راتلونكو نسلونو، د علم او فرهنګ مینه والو، څېړونکو او زده کوونکو ته به د خپلو لیکنو او څېړنو لپاره د یوې ګټورې معلوماتي سرچینې په توګه په ښه ورشي.
 
دغه راز د جمهور رئيس سلاکار نبي مصداق وويل چې پروفيسور امين يو استثنايي شخصيت و، هره غونډه او مجلس کې به يې خبرو خلک ځان ته راجلبول. هغه په پېښور کې د مهاجرت پرمهال فرهنګي خدمتونه ترسره کول. دی يو ستر علمي او قومي شخصيت و او ډېرې ليکنې يې وکړې.
 
د علومو اکاډمي سلاکار پوهاند مجاور احمد زيار له پروفيسور امين سره د ده د خطراتو پر يادولو سربېره وويل، چې نوموړی د افغاني ټولنې يو ټولنپوه و، پاک زړی او د ښه چارچلند څښتن و او آن د ښي او چپ اړخونو کوښښ کاوه چې دی خپل خواته جذب کړي، خو امين خپل فکر درلود.
 
په ولسي جرګې کې د کندوز د خلکو استازي انجنير کمال ساپي بيا وويل چې امين د سيد جمال الدين افغان په ټاټوبي کې دې نړې ته سترګې غړولې دي، هغه د معاصر تاريخ يو ښه سياستوال، ټولنپوه، اديب، جيد عالم او قومي شخصيت و. هغه په پېښور کې د اديبانو او فرهنګيانو لپاره د سيوري حيثيت درلود او د ده په شاوخوا کې يې فرهنګي او ادبي چارې مخ ته وړلې. هغه نه يواځې چې علمي شخصيت و، بلکې ولسي سړی او د لوی دسترخوان خاوند و، د ډېرو شخړو د هوارېدو سبب ګرځېدلی دی، سرشاره او شملور افغان و او د افغانانو د موقف په بيانولو کې يې له هېچا وېره نه درلوده.
 
سيد اسحاق ګيلاني هم وويل چې ښاغلی امين په رښتيني معنا زړور سړی و، د وطن دوستۍ مينه يې په وينه کې غځېدلې وه. هغه له علومو اکاډمي وغوښتل چې د ژونديو مهمو اشخاصو کارنامې هم وستايي او په ژوندوني يې د کار او فکر د ښکاره کولو په اړه غونډې جوړې کړي.
 
غلام نبي فراهي هم له علومو اکاډمي څخه په مننې څرګندولو سره چې د يوه ستر حقدار شخص حق يې د دې محفل په جوړولو سره ادا کړ، وويل چې پروفيسور امين پر قوم او هېواد مين شخص و، د هېواد له خلکو سره يې ډېره مينه وه او په دې لاره کې هرې قربانۍ ته آماده و. هغه د افغانستان په حالاتو واکمن شخص و، تل به يې له نورو پوهانو سره هېوادني مسايل مطرح کول او د حل پر لارو چارو به يې ورسره بحثونه کول.
 
فراهي علومو اکاډمي ته د پروفيسور امين د تلين په مناسبت سل ټوکه آثار هم ډالۍ کړل.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بيا وويل چې پروفيسور امين د کشر، مشر، عالم، ملک او سپين ږيري هر يوه سره ځانګړي طرز سلوک درلود او له هر يوه سره به يې ځانګړې مينه ښودله. هغه وېره نه درلوده او په ملي مسايلو کې يې له چا سره جوړجاړی هم نه کاوه. په مبارزه کې را لوی شوی شخص او مبارزه يې د کار برخه وه.
 
معين مرستيال بيا خپله وينا په دې بيت پيل کړه:
چې نشه د استبداد لري په سر کې
ماته یو دي که مغل دی که افغان
د پروفيسور امين ژوند د همدې بيت په شاوخوا کې راڅرخېده.
نوموړي د غويي تر کودتا وروسته د پروفيسور امين د بندي کېدو د علت خاطره او هم په راولپنډۍ کې د افغانستان لپاره د حکومت جوړولو په اړه د ارواښاد امين خاطرې بيان کړې.
 
ده په ډاګه کړه چې د حامد کرزي د واکمنۍ په اوايلو کې، پروفيسور امين په خپله وزارت نه دی غوښتی، بلکې پر هغه منل شوی دی.
محمد صديق پتمن بيا وويل، امين چې اوس له مونږ سره نشته، سياسي بنډارونه هم اوس نشته. هغه هم د امين په اړه خپله خاطرات له ګډونوالو سره شريک کړل او زياته يې کړه چې امين سياسي بصيرت درلود.
 
پتمن د پوهانو او مهمو شخصيتونو له کورنيو وغوښتل چې د هغوی علمي شتمني له علومو اکاډمي سره شريکې کړې، ترڅو په راتلونکي کې ترې استفاده وشي.
 
تر دې وروسته د پروفيسور امين مستند فلم چې د ښاغلي محبوب الله خان په زيار چمتو شوی، نندارې ته وړاندې شو.
د امين لور ډاکټر ياسمين امين بيا د غونډې له ټولو راغلو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په دې محفل کې يې برخه اخيستې ده او څرګنده يې کړ چې کورنۍ به يې د خپل پلار د فکر ډيوه بله ساتي او د هغه په نوم به فرهنګي مرکز جوړوي. هغې له حکومته وغوښتل چې د پلار له وصيت سره سم يې جسد په کابل کې د سيد جمال الدين افغان څنګ ته را انتقال کړي.
 
د دې غونډې وروستۍ ويناوال استاد حبيب الله رفيع و چې د غونډې د ارزونې ترڅنګ يې وويل، مونږ نن د يوه داسې چا په ياد راټول شوي يو چې هغه د هر اړخيز شخصيت درلودونکی و او تر ټولو مهمه دا چې، هغه د فکر سړی و، هغه ملي فکر درلود او د همدې فکر د رڼولو لپاره يې له هرې وسيلې استفاده کړې ده. هغه د خپل فکر د اظهارولو لپاره په پښتو ټولنه کې کار پيل کړ او مقالې يې ليکلې، بيا کابل پوهنتون کې استاد شو او هم يې کتابونه ليکل.
 
ده زياته کړه، په دې غونډه کې سره له دې چې د پروفيسور امين د کارونو لنډه يادونه وشوه، خو د هغه په اړه بايد نور لوی سيمينارونه هم جوړ شي.
 
دغه غونډه د څېړنوال برهان الله نيازي له خوا په دعايې او د ارواښاد رسول امين روح ته د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.