د هېواد د اساسي قانون د تصویب د شپاړسمې کاليزې نمانځغونډه د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د ۱۳۹۸هـ. ش کال د جدي په ۱۷مه نېټه د علامه احمد علي کهزاد د سيمينارونو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو، د پوهنتونونو استادانو او د علومو اکاډمي علمي غړو او کارکوونکو برخه اخيستې وه.
د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل، د هر هېواد اساسي قانون د هماغه هېواد د خلكو لپاره د درنښت او وياړ يو مهم سند ګڼل كېږي، چې موږ هم د خپل ګران هېواد په اساسي قانون وياړو او په ډېر درنښت یې نمانځو او دا ځکه چې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د اساسي قوانینو په پرتله زموږ د هېواد اساسي قانون یوه مهمه او ارزښتناکه ځانګړتیا لري او هغه دا چې د دې قانون د مشروعیت اساس د اسلامي شریعت قرآني نصوص او نبوي لارښوونې دي. په همدغه اساس، زموږ د هېواد په اساسي قانون کې زموږ د اسلامي دودیزې افغاني ټولنې غوښتنې په پام کې نیول شوې دي چې په پلي کولو سره یې په ټولنه کې امن، سوکالي او پرمختګ رامنځ ته کېداى شي.
ده زياته کړه، سره له دې چې د افغانستان په نوي اساسي قانون کې به ستونزې او آن نيمګړتیاوې هم وي، خو په جرئت سره ویلای شو چې دا اساسي قانون د هېواد د سیاسي نظام لویه لاسته راوړنه ده. دې قانون د هېواد د تجزیې او ملوکیت د جزیرو مخه نیولې او د قانونمندۍ، سوکالۍ او پرمختګ لارې یې پرانیستې دي.
شکیب وويل: «د افغانستان د علومو اکادمي ویاړي چې د دې مهم تقنيني سند په ویاړ دا غونډه جوړوي، باور لرم چې زموږ علمي او ادارې منسوبين به نه یواځې دا چې په دې اړه د ځان د پوهولو او په خپلو اړوندو چارو کې د پلي کولو کوښښ کوي، بلکې په دې اړه به د عامه پوهاوي په برخه کې هم خپل مکلفیت تر سره کوي. همدارنګه موږ ژمنه کوو چې د خپلو علمي او اداري کارونو په برخه کې به د افغانستان د اساسي قانون له احکامو او نورو نافذه قوانينو څخه بشپړه پيروي کوو.»
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې مستقل کميسيون غړي دوکتور عبدالرؤف هروي د هېواد د اساسي قانون پر ځانګړتياوو او ښېګڼو رڼا واچوله او ويې ويل، کابو ۹۰ سلنه اساسي قانون تطبيق شوی دی؛ خو په ډاګه يې کړه، دغه قانون څنګه چې لازمه ده، نه دی تطبيق شوی چې علت يې په هېواد کې روانه ناامني، جنګونه او د بېلا بېلو لورو له خوا دسيسې دي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې کميسيون يواځې د مشورې ورکولو صلاحيت لري، وويل، د اساسي قانون د تفسير مرجع لا تراوسه د ابهام په حالت کې ده، هيله ده په دې اړه علمي بحثونه وشي، ترڅو جوته شي چې د اساسي قانون د تفسير صلاحيت په کوم ارګان او بنسټ پورې اړه لري.
د ولسي جرګې غړي دوکتور عبدالقيوم سجادي بيا په خپله وينا کې د قانون په تړاو لاندې پوښتنې مطرح کړې:
۱- د بشر په ننني ژوند کې د اساسي قانون ضرورت او اهميت څه شی دی؟
۲- د افغانستان اساسي قانون تر کومې اندازې ټولنې ته ځواب ويونکی دی؟
۳- د اساسي قانون د تعديل يا نه تعديل موارد کوم دي او په کوم اساس تعديل رامنځ ته کېدای شي؟
نوموړي همدغو مسايلو ته په کتلو وويل، هره ټولنه عدل او انصاف ته ضرورت لري او د دغې چارې ترسره کېدل د قانون له جوړېدو او حاکميت پرته ناشونی برېښي.
د ده په وينا، د افغانستان اساسي قانوني هم اسلامي او هم د اوسني عصر او زمانې له اړتياوو سره برابر او متناسب قانون دی، خو په دې قانون کې درې شيان د تعديل وړ نه دي او هغه د اسلاميت اصل، د جمهوريت اصل او د اتباعو د حقوقو اړوند فصل دی.
ده په ډاګه کړه چې د اساسي قانون تعديل ته اړتيا شته او هغه دې د مشخص شوي ميکانيزم له لارې ترسره شي.
په دې غونډه کې په ولسي او سياسي چارو کې د جمهور رئيس سلاکار ضیاءالحق امرخېل وويل، زموږ د تېرو کابو دوو لسيزو ستره لاسته راوړنه د اساسي قانون جوړېدل او تصويبېدل دي. هغه جهتونه چې وايي د هېواد نظام اسلامي نه دی، اساسي قانون ته دې مراجعه وکړي چې هم اسلامي دی او هم جمهوري.
د امرخېل په وينا، هر ولس او ټولنه چې غوره قانون ولري، ستر او اصولو ته ژمن ملت ګڼل کېږي. زموږ ټول هېوادوال، خاصتاً ځوان نسل د اساسي قانون په اړه بايد کافي معلومات ولري، په هرې مادې يې ځان پوه او ياد يې کړي.
د شهيد استاد رباني د تعليم او تربيې پوهنتون رئيس دوکتور ذبيح الله اسدي بيا وويل، که ښه قانون ناوړه لاسونو ته په لاس ورشي، هغه قانون خرابېږي او بالعکس هم همداسې ده.
تر دې ويناوو وروسته د علومو اکاډمي علمي غړو هر يو دوکتور مؤمن حليمي په اساسي قانون کې اسلامي ارزښتونو، څېړندويې راضيې غوث په اساسي قانون کې د ښځو د مقام، څېړنيار عبدالصبور مبارز د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې تګلارې او بنسټونه او څېړندوی عبدالخالق فردوس د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو حقوق پر موضوعاتو خپلې ليکلې مقالې وړاندې کړې.
وروستي