د هېواد د غالیو په لېږد کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی

روهي (څلورنۍ/۶ د لېندۍ)، د افغاني فرشونو او غالیو اداره وايي چې د تېرو کالونو په پرتله روان کې د افغاني غاليو په لېږد کې تر دېرش سلنه کموال یراغلی دی. دغه اداره شکايت کوي چې وطني غاليو صنعت ته د پام وړ پاملرنه نه کيږي.

د افغاني غاليو ادارې عمومي مسؤل عبدالقهار خوش‌ خلق په دې اړه ازادۍ راډوي ته ويلي دي، "موږ په کراتو ویلي چې په دولتي ادارو کې باید د بهرنیو ایراني او ترکي ماشیني غالیو پر ځای له افغاني غالیو استفاده وشي، له یوې خوا دغه غالۍ ښه کیفیت لري له بلې خوا اقتصاد سره به مرسته وشي."

بيا له بلې خوا د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغاني غاليو ته د پام وړ پاملرنه کيږي او په تېرو نهو مياشتو کې يې عوايد ۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

ياد وزارت ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د افغاني غالیو صنعت‌کارانو ته ځانګړي ښارګوټي په پام کې نیول شوي او دا د دې څرګندويي کوي چې موږ په دې برخه کې خپلې هڅې کړې دي."

افغاني غالۍ او وچې ميوې په نړيوال مارکېټ کې ښه بازار لري خو پانګوال او سوداګر يې په کور دننه د بسته بندۍ او د حکومت له نه همکارۍ ځيني وخت سر ټکوي.