کانګرس ولسمشر ټرمپ د پوښتونو - ګروېګنو په پار غوښتی دی

روهي (څلورنۍ/۶ د لېندۍ)، د متحدو ايالتو کانګرس د دغه هېواد ولسمشر دونالډ ټرمپ يوې استماعیه غونډه کې د ګډون لپاره وربللی دی. دغه استماعیه غونډ د ډسمبر په څلورمه نېټه جوړيږي.

دغه غونډه د ولسمشر ترمپ په اړه مهمه ده او تاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ له څوکۍ د ولسمشر ټرمپ د لېرې کېدو په اړه به په قانوني دلايلو بحث وشي.

خو ټرمپ بيا پر کانګرس نېوکه کوي چې د ولسي جرګې د استخباراتو د کمېټې په غونډه کې د ده حقوقي ډله ورغلې وه او په غونډه کې له ګډون منع شوې وه.

ولسي جرګه ولسمشر ټرمپ د جوبایډن او د هغه د زوی د قضيې په اړه ورغواړي او په دې به بحث وشي چې په اورکرين يې د فشارونو له امله پر دغه هېواد مرستې ځنډولې دي.