نړيوال بانک افغان حکومت سره (د انرژي برخه کې) ۵۲ مېلېونه امريکايي ډالر مرسته وکړه

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، نړيوال بانک د افغانستان د برېښنا او انرژۍ له سټکور سره د ۵۲،۵ مېلېونه امريکايي ډالرو مرستې هوکړه تصويب کړې ده. دغه مرسته د انرژۍ په برخه کې په مصرف رسيږي.

نړيوال بانک وايي چې دغه مرسته به په افغانستان کې د طبیعي ګازو پروژې باندې ولګول شي، چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر کړي.

امريکا غو افغانستان کې د نړيوال بانک رئيس د مالوماتو پر اساس ليکلي، " تمه کېږي چې د ګازو د تولید پر زېر بناوو او د ګازو د سکتور د قوي بنسټ او پایېدونکي حقوقي او اداري چوکاټ پر جوړولو له پانګونې سره به ژر په افغانستان کې د برېښنا دتولید کچه کې چې اوس مهال خورا کمه ده، زیاتوالی راشي".

دغه مرسته به د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د نورو اړونده ادارو سره په همکارۍ او همغږۍ په مصرف ورسوي. په دغه مالي مرسته به شمالي ولایتونو کې د برېښنا د تولید فابریکو ته دوامداره ګاز برابر شي.