
روهي (څلورنۍ/۶ د لېندۍ)، البانيا کې ريشتر په کچه ۶،۴ زلزلې درنه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. چارواکي وايي چې په دې زلزلې کې ۲۴ کسان وژل شوي او له شپږ سوه ډېر نور ټپيان دي.
ژغورونکې ډلې سيمې ته رسېدلي دي او وايي چې د غورځېدلو ودانيو لاندې يو شمېر کسان بند پاتې دي چې دوی د ټپيانو او وژل شوي په رااېستلو پسې سر دي.
زلزله نن سهار د البانيا د پلازمينې په ۲۴ کليومترۍ کې شوې ده، چې ګڼ شمېر ودانۍ يې هم ويجاړې کړې دي.
د زلزلې ټکانونه تېر شپه حس شول چې ګڼ شمېر کسان له خپلو کورونو وتلي او بهر يې شپه سبا کړې ده.