ايران کې پر انترنت بندیز دوام لري

روهي( څلورنۍ/۶ د لیندۍ )، ایران کې اوس هم په میلیونو انسانان په خپلو موبایل تليفونو کې انترنت نه لري. د دغه هیواد پارلمان له همدې کبله د سه شنبه په ورځ د لاسي تليفونو پر انترنت باندې د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړه.

څو ورځې تر دمخه په ایران کې د تیلو د بیې د لوړوالي پر وړاندې د پراخو مظاهرو له امله د دغه هیواد ملي امنیتی شورا پر انترنت باندې د بندیز پریکړه کړې وه. په دې ډول هڅه کیده چې د دغو مظاهرو د مالوماتو، تصاویرو او ویدیوګانو د خپرولو څخه مخنیوی وشي.
 
د ایران د پارلمان ديرشو غړو د دغه هیواد د مخابراتو وزارت ته لیکلي چې ناآرامۍ اوس پای ته رسیدلې، په ځانګړي ډول په تهران کې له همدې کبله خلک په دې تمه دي چې بیرته وکولای شي په خپلو لاسي تليفونو کې د انترنت څخه استفاده وکړي.