
روهي(درې نۍ/۵ د لیندۍ)، د برتانیا د سسکس سیمې اوسېدونکي ښځه او خاوند د "یورو میلیونز جکپاټ" لاټرۍ ګټونکي اعلان شوي دي، او ټولټال یې ۱۰۵ میلیونه پاونډه ګټلي.
۴۲ کلن سټیو تامسن په کسب خټګر دی، او ۴۱ کلنه مېرمن یې لېنکا په یوه دوکان کې کار کوي. وموړی وایي، د دې پیسو له ګټلو وروسته یې تر اوسه ډېرې نه دي لګولي، خو دا یې ومنله چې ځان ته یې یو نوی کمیس اخیستی او وېښتان یې واړه کړي. سټیو او مېرمن یې لېنکا د لاټرۍ ګټلو پر سهار خپلو خپلو کارونو ته ولاړل، او سټیو وایي، پر هغه ورځ یې د یو چا په کور کې رنګمالي وکړه.
دوی وایي، په خپله اوسنۍ سیمه کې به پاتې کېږي، ګټلې پیسې به له کورنۍ او ملګرو سره شریکوي او د خیر ښېګڼې په کارونو به یې لګوي.