ټرمپ سپينه ماڼۍ کې د سپي هرکلی وکړ

روهي(درې نۍ/۵ د لیندۍ)، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې هغه سپي ته هرکلی وویل چې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په لټون کې یې د امریکا پوځ سره مرسته کړي وه.
 
د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپلې میرمنې، د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د دغه سپي چې کینن نومیږي له ساتونکي سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرې وکړې. هغه وویل: "دا کینن دی، دا د نړۍ تر ټولو مشهور سپی دی. مونږ ویاړو چې کینن زمونږ سره دی.
 
مونږ کینن ته جایزه او سند ورکوو چې په سپینې ماڼۍ کې به یې کیږدو." د یادونې وړ ده چې کینن د البغدادي ضد د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال زخمي شوی و. د اسلامي دولت د ډلې مشر چې ځان ته یې د مسلمانانو د خلیفه لقب ورکړی و، تیره میاشت د امریکایي قواوو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.