
که چېرې موجوده عمراو زمانې ته په پوره غور او دقت سره ځير شو، نو ویلائ شو چي انسانان د ډېرو لويو کارونو د ترسره کولو وړتیا لري، اوسنی ساینس او ټکنالوژي د انسانانو د زحماتو هلو ځلو نتايج دي، کوم چې په ځان باندې يې اعتماد او باور کړئ او تر خپله توانه پورې اجتماع او ټولنې ته د خدمت جوګه ګرځېدلي دي، چې بېلګې یې په اجتماع او ټولنه کې ګورو. زیاتره انسانان په دې اند او فکر دي، چې مونږ باید هغه کارونه تر سره کړو کوم چې اجتماع او ټولنې ته پکې خیر، برکت او سهولت وي. خو برعکس د دې، ځینې انسانان په دې کې دي، چې مونږ باید هغه کارونه تر سره کړو کوم چې د شیطاني فراعنوو د متکبرانه او ظالمانه خطوطو، شعاع او جال لاندې راشي، چې کفري استکبار، ظلم، زور زیاتی د هغه سکه ورور دی، مثلاً یو څوک په ځان باندې دا اعتماد او باور جوړ کړي چې زه د هغه مظلوم حق خوړلائ شم، زه چې قاضي يم د ظالم و ځنګ ته درېدلائ شم، زه چې څارنوال یم غلت بیان اخیستئ شم، زه د هغه پاک دامنې مېرمنې په عفت او عزت لوبې کولائ شم...نوراو نور، دا هغه نفس خبیثه دی کوم چې د سل ګونو او زر ګونو کسانو دتباهئ لامل کېږي.
نو پر مونږ لازمه ده چې خپل نفس په مثبتو، مثمرو اومشروع لارو سره وکاروو،کوم چې د نفس مطمئنه غوښتنه ده او هېڅ کله هم د نفس خبیثه غوښتنه ونه منو. الله تعالی چې مونږ ته نفس راکړئ او د الله (ج) یو لوی نعمت او لورینه ده باید په پوره اوبشپړه ډول ور څخه سالمه استفاده وکړو، لکه څرنګه چې نورو علماوو، فلاسفه و، مخترعينو، نوښت ګرانو، سیاست والو، ادیبانو... نور اونورو ور څخه استفاده کړې ده ، موږ هم د دوی په څېر فکراو عقل لرو خو توپير یوازې دومره دی چې دوی په خپل نفس اعتماد او باور کړی او زحمتونه يې ګاللي، خو که پر نفس د اعتماد او باور په څنګ کې که زحمات، هلې ځلې، خوارۍ، تکلیفونه، بې خوبئ...او ستړیاوې نه وي بس خوب دی، خیال دی تعبیر یې له روانو اوبو څخه غواړه.
احمد جواد (شهزاد)