
روهي(درې نۍ/۵ د لیندۍ)، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، مالي کې د دغه هېواد ۱۳ پوځیان هغه مهال ووژل شول، چې د سخت دریځو وسله والو پر ضد عملیاتو پر وخت یې دوه الوتکې پخپل منځ کې ټکر شوې.
په وژل شویو کې د سناتور جین ماري بکیل زوی هم شامل دی. مالي ته د فرانسوي پوځیانو له ورتګه تر اوسه هلته ۳۸ فرانسوي پوځیان وژل شوي دي، خو تر ډېره د وسله والو له بریدونو سره ځايي امنیتي ځواکونه او ملکي کسان مخامخ کېږي. پېښه د دوشنبې پر ورځ شوې او دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دومره شمېر فرانسوي پوځیان په یو ځای وژل کېږي.
فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکغون د پېښې په هکله "ژوره خواشیني" څرګنده کړې او د پېښې په تړاو د معلوماتو راټولول پیل شوي دي. د دوشنبې پر ورځ د بورکینا فاسو او نایجر ترمنځ د پولې سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو سخت دريځو ترمنځ نښته روانه وه، چې د مرستې لپاره ورغلې ټایګر ډوله بریدګره چورلکه او کیوګر نومې پوځي ټرانسپورټي الوتکه په هوا کې وجنګېدې.