د چين، روسيې او سويلي افريقا ترمنځ سمندري پوځي تمرينونو لړۍ پيل شوه

روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، د دغه تمرين لوی قوماندان او د جنوبي افريقا د ګډو جنګي پوځونو د تمرينونو ادارې مشر د نوموړي تمرين د پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه. هغه وويل، چې دا د يادو هېوادونو ترمنځ لومړی ګډ پوځي تمرين دی.

د جنوبي افريقا سمندري ځواک د چين او روسيې له سمندري ځواکونو سره ښې همکاريزې اړيکې لري، موږ به دغو ښو اړيکو د دوام لپاره هڅې وکړو. د سمندري ټرانسپورت او سمندري اقتصاد پياوړتيا د دغه تمرين مرکز دی او باور لرم چې دغه تمرين به بريالی شي.
 
دا د افريقا په جنوبي سمندري سيمه کې د چين، روسيې او جنوبي افريقا د سمندري ځواکونو ترمنځ لومړی ګډ پوځي تمرين دی.