استانبول: پر ښځينه مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز پاشل شوی

روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، استانبول کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي د نړیوالی ورځې په مناسبت شاوخوا ۲۰۰۰ مظاهره کوونکي راټولې شوي وې. د آژانسونو په حواله پوليسو د دغه مظاهرې د منحلولو له پاره له پلاستیکی مرمیو څخه هم کار اخیستی.

د دغو مظاهرو یو شمیر ګډون کوونکو سره چې د استقلال له مرکزی جادې څخه تیریدلې، داسي لوحې ورسره وې چې ورباندی د هغو ښځو نومونه لیکل شوي ول چې په ترکیی کې وژل سوي دي. ښوونکې عایشه بایکل وويل چې هغوی د »ښځو د دښمنانو« پر وړاندې او»د ښځو د وژنو د بندیدو« له پاره سړکونو ته راوتلي.

۲۵ کلنه اوزګه چیکچن شکایت کوي چې په ترکيه کې د ښځو د وژلو سطحه خپل اوج ته رسیدلې ده. خو د دغې موضوع په هکله په عام محضر کی ټول پټه خوله پاته دي.