د پاکستان سترې محکمې: پاکستان د پوځ مشر د کاري مودې غځولو فرمان ځنډولی

روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، د پاکستان سترې محکمې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه دندې مودې غځولو په اړه د لومړي وزیر فرمان ځنډولی دی.
 
د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو پرضد دغه غوښتنه جيورسټس فاونډېشن ورکړی وو.
 
د نومبر پر ۲۶مه د سترې محمکې قاضي اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزه بېنچ د درخواست اورېدنه وکړه.
 
کله چې د اورېدنې پر وخت جيورسټس فاونډېشن خپل درخواست د بېرته اخیستو خواست وکړ نو چيف جسټس رد کړ او دا يې د ولسي ګټې په مقدمه کې بدله کړه.