لوکزامبورګ: فلسطین د خپلواکه دولت په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه کړې ده

روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، د لوکزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن د اروپايي ټولنې نه غوښتې چې فلسطین د یو خپلواکه او مستقل دولت په توګه په رسمیت وپیژني. هغه ویلي دي چې د امریکا لخوا په فلسطین کې د اسراییلو تر اشغال لاندې په سیمو کې د غیرې قانوني یهودي استوګنځایونو د په رسمیت پیژندو په مقابل کې تر ټولو ښه غبرګون او ځواب فلسطین د یو خپلواکه او مستقل هیواد په توګه پیژندل دي.
 
هغه ویلي دي " د اروپايي ټولنې ټول غړي هیوادونه فلسطین د یو خپلواکه او مستقل دولت په توګه د په رسمیت پيژندو په مسئلې باید غور وکړي. پدې ډول د ټرمپ د سیاستونو په مقابل کې خپل تر ټولو سخت غبرګون ښودلی شو. " هغه ددې څرګندونو سره دې مسئلې ته یو نوی اړخ ورکړ.
 
هغه وویل چې د اروپايي ټولنې لخوا فلسطین د یو خپلواکه او مستقل دولت په توګه په رسمیت پيژندل په اصل کې اسراییل ته فلسطین هم د هغوې په څیر د یو خپلواکه هیواد او وطن ته اړتیا لري پيغام ورکول دي. دا به تر ټولو ښه پيغام وي.