روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نږدې وختونو کې ترکیې ته سفر کوي.
هغه وویل چې ولسمشر پوتین به د نوي کال د جنوري د میاشتې په لومړیو شپو ورځو کې ترکیې ته سفر وکړي.
هغه وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ترک جریان د ګازو د نللیکې د پروژې د پرانیستو په مراسمو کې ګډون په خاطر ترکیې ته سفر وکړي. هغه وویل د سفر دقیقه نیټه معلومه نده خو د نوي کال د جنوري د میاشتې په لومړنیو لسو ورځو کې به ترسره شي.
وروستي