ټېلر سوېفټ له مایکل جېکسن مخکې شوه   

روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، د امریکا لاس انجلس ایالت کې د امریکايي موسیقۍ ایوارډ کې وتلې سندرغاړې ټېلر سوېفټ د کال غوره سندرغاړې ایوارډ وګاټه.

دې سره هغې د مایکل جېکسن د ډېرو ایوارډونو(جایزو) ګټلو ریکارډ هم مات کړ.
 
له دې مخکې دا ویاړ د ۲۴ ایوارډونو لرلو سره مایکل جېکسن درلود.
 
لاس انجلس کې د مایکروسافټ تیاتر دې مراسمو ته په وینا کې ۲۹ کلنې ټېلر سوېفټ وویل، زما لپاره تر ټولو مهم له خپلو مینوالو سره د کلونو کلونو یادونه او خاطرې دي.