
روهي( درې نۍ/۵ د لیندۍ )، ولسمشر اردوغان د ترکیې او قطر ترمنځه د استراتیژیکو همکاریو د عالي کمیټې په پنځمه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته لاړ.
په قطر کې د ولسمشر اردوغان نه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.
وروسته ولسمشر اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه د د ستراتیژیکو همکاریو د عالي کمیټې د غونډې په چوکاټ کې ځینې تړونونه لاسلیک شول.