کاریزما  او کاريزماتيک شخصيت

که چېرې سترې موخې لرئ او غواړئ خپلو موخو ته ورسېږئ، له شک پرته د ځینې نورو کسانو لاس‌نیوي او لارښودنو ته هم اړتیا لرئ؛ خو دا له کاریزما پرته ناشونې ده. ځکه کاریزما هغه ځانګړنه ده، چې له موږ سره د ژوند په بېلابېلو برخو کې مرسته کولای شي.
 
دا چې کاریزما څه ده او کاریزماتیک شخصیت کومې ځانګړې لري؟ هغه موضوعات دي، چې په دې لیکنه کې پرې بحث شوی دی.
 
کاریزما د هغو عادتونو او کړنو ټولګه ده، چې له امله يې انسان جذاب، ځانګړی او اغېزناک وي او په ټولنه کې له انفرادي جذابیت څخه برخمن وي. کاریزما کلمه د شملې پېړۍ په نیمايي کې په سیاسي او ټولنیزو ادبیاتو کې د سیاسي څېرو د ستاینې لپاره وکارول شوه، دا کلمه تر ډېره هغو سیاسي څېرو ته کارول کېده چې د رهبرۍ ځانګړی ځواک به یې درلود.
 
کاریزما د انسان هغه پټه ځانګړنه ده چې له امله یې د ده مقابل لوري ته د راحتۍ او باور حس پیدا کېږي. کاریزما د انسان د جذابیت ځواک دی او تر ډېره په ظاهري جذابیت پورې اړه لري، چې نور خلک د ځان پر لوري راکاږي. 
 
پوښتنه داده چې کاریزما ذاتي پدیده ده که اکتسابي؟
مېرمن اولیویا فاکس چې د کاریزما د مفهوم په اړه یې څېړنې کړې دي، وایي: «کاریزما د کړنو، صفاتو او مهارتونو ټولګه ده. زیاتره کسان ګمان کوي، چې کاریزما یوه ذاتي ښکارنده ده؛ خو داسې نه ده، د کاریزما ځینې برخې اکتسابي هم دي. یعنې هېڅوک له موره کاریزماتیک نه زېږي، بلکې د ژوند په لړ ځینې هغه مهارتونه او وړتیاوې زده کوي، چې ده ته کاریزما وربښي. 
 
د کاریزماتیک کېدو لپاره یوه ښه لاره داده چې تاسې کاریزماتیکو شخصیتونو ته ځیر شئ، د هغو د کاریزماتیک شخصیت تر شاه پټ رازونه ومومئ او پر خپل ځان کې یې د پیدا کولو هڅه وکړئ. دا چاره د وخت په تېرېدو سره ستاسې په شخصیت کې د کاریزماتیک کېدو اړوند مثبت بدلون راولي. 
 
د کاریزماتیکو شخصیتونو ځانګړنې:

  • ښه اورېدونکي دي: کاریزماتیک شخصیتونه د خبرو پر مهال د مقابل لوري خبرې په دقیقه توګه اوري او د کتو پر مهال د سترګو اړیکه ډېره ښه ساتې. همدا د دې لامل کېږي، چې مقابل لوری په ناشعوري توګه ترې متاثره شي او د ده په اړه یې لېوالتیا نوره هم زیاته شي.
 
  • ښې او په ځای پوښتنې کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د خبرو پر مهال ښې او په ځای پوښتنې کوي، تر څو په سمه توګه له موضوع ځان خبر او تر لاسه شوي اطلاعات په سمه توګه درک کړي. 
 
  • په لوړ غږ خبرې کوي: کاریزماتیک شخصیتونه په لوړ او اغېزناک غږ خبرې کوي، په دې مانا چې هېڅکله هم چیغې نه وهي، بلکې د خبرو پر مهال د خپل لوړ او ښه غږ له لارې اورېدونکي متآثره کوي. 
 
  • خپل احساسات ښکاره کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د خپلو احساساتو په ښکاره کولو ‌کې لوړ مهارت لري، هېڅکله بیځایه غوسه نه کوي، بلکې شرایطو ته په کتو خپل احساسات کنټرولوي.
 
  • زړه سوی لري: کاریزماتیک شخصیتونه له نورو سره د خفګان او غم پر مهال همدردي ښکاره کوي. د همدردۍ پر مهال یې چلند او څېره مقابل لوري ته د رښتینې همدردۍ احساس ورکوي.
 
  • د نورو احساسات درک کوي: کاریزماتیک شخصیتونه د نورو د احساساتو د درکولو لوړ مهارت لري. یعنې  له ظاهري څېرې ورهاخوا، د ځینو ظریفو نښو له لارې هم د مقابل لوري اصلي احساس درک کړي. 
 
  • خپلې تجربې له نورو سره شریکوي: کاریزماتیک شخصتیونه تل نوې کیسې لري او هغه زړورتیا لري چې کولای شي د خپل ژوند هره تجربه او داستان له نورو سره شریک کړي. 
 
  • لېواله دي: کاریزماتیک شخصیتونه تل مثبته روحیه لري، له دوی سره مل کسان تل خوشحاله وي او هیڅکله د ستړیا احساس نه کوي. ځکه دوی پوهېږي چې کله او په کومو موضوعاتو خبرې وکړي. 
 
  • خطر مني: ټول له ماتې وېره لري، مګر کاریزماتیک شخصیتونه پوهیږي، چې ماته له درس او عبرت څخه خالي نه وي، هڅه کوي چې له هرې ماتې یو درس واخلي. 
 
  • د بېلابېلو ټولنو، خلکو او کلتورونو سره اشنا کیږي: کاریزماتیک شخصیتونه هڅه کوي، چې د بېلابېلو ټولنو له دودونو سره اشنا شي. دا کار د دوی لپاره د زیاتو تجربو د ترلاسه کولو لامل کېږي. 
 
  • تل فعاله وي: کاریزماتیک شخصیتونه وخت نه ضایع کوي او د خپلې پوهې د لوړاوي په خاطر له وخته سمه ګټه اخلي. 
تاسې به ضرور په خپل ژوند او چاپېریال کې له داسې شخصیتونو سره مخامخ شوي یاست، چې د رهبرۍ او جذابیت دغه اغېزناکه ځواک لري. دوی د دغه ځانګړو عادتونو د لرلو په سبب د نورو لپاره یوه ښه الګو وي.