
روهي(دوه ني/۴ د لیندۍ)، ترکیه د امریکا د متحده ایالاتو د سخت مخالفت سره سره د روسي میزایلوS-400دفاعي سیستم په ازمایشي توگه فعالوي. د ترکيې پوځي مقاماتو ویلي چې ټاکل شوې د ترکیې هوایي پوځ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو (نومبر ٢٥ او ٢٦) د روسيS-400دفاعي میزایلو د رادار سیستم د ازمایلو په خاطر به اف-١٦ امریکایي جت الوتکې د انقرې په فضا کې پروازونه وکړي. ولسمشر ټرمپ له ښاغلي اردوغان سره په سپینه ماڼۍ کې له ملاقات وروسته وویل: "د ترکیې له لورې د روسیې څخه د پوځي پرمختللو وسایلو، لکه اس۴۰۰، اخیستلو موږ ته ډېر جدي مشکلات پیدا کړي دي. په دې هیله چې دا مسئله حل کړو ." خو ولسمشر اردوغان ویلي چې که د امریکا د پاتریوت راکتي سیستم ارزان پریوځي، د ترکیې پوځ به یې واخلي. هغه هیله وښوده چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي.