د خپلو ماشومانو په وژنه تورنه مور

روهي(دوه ني/۴ د لیندۍ)، په اسټرالیا کې یوه مور ځکه په وژنه تورنه شوه چې دوې ماشومانې یې په تود موټر کې مړه وموندل شول. هغه مهال چې دوی په موټر کې وموندلې شوې په نژدې برېسبن ښار کې حرارت نژدې ۳۱ سانټي ګرېد و. ماشومانو مور ۲۷ کلنه کېري ان کانلي لومړنۍ ښځه ده چې په کوینزلنډ کې د قانون تر بدلون وروسته په وژنه تورنه کېږي. پېښه د شنبې په ورځ کوینزلنډ کې شوې او کله چې پولیسو ماشومان وموندل وارله مخه مړه شوي ول. ماشومانې یوه او دوه کلنې وې او دا معلومه نه ده چې څومره وخت په موټر کې پاتې وې. یوه پولیس افسر ویلي، په دواړو ماشومانو کې داسې نښې وې چې ډېر حرارت کې پاتې شوي ول.