
روهي (دوه نۍ/۴ د لېندۍ)، راتلونکی ميلادي کال د امريکا ولسمشريزې ټاکنې تر سره کيږي چې د نورو نوماندانو ترڅنګ يې ۷۷ کلن امريکايی مېلېاردر (مایکل بلومبرګ) هم نومانديږي.
نوموړی د ديموکراټ ګوند څخه نومانديږي. د امريکا ډيموکراټ ګوند به تر لسو زیات نور نوماند هم ولري چې د متحدو ايالتو د ۲۰۲۰ز کال ولسمشريزو ټاکنو ته به سره سيالۍ وکړي.
د ډيموکراټ ګوند د نوماندانو په مقابل کې به د اوسني ولسمشر ټرمپ په شمول يو شمېر کسان له جمهوريت غوښتونکي ګوند نوماند شي.