
روهي( دوه نۍ/۴ د لیندۍ )، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه په څیر یو بل میلیاردر رقیب پيدا شو.
د امریکا د نیویارک ښار پخواني ښاروال او مشهور شتمن مایکل بلامبورګ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د جمهوریت پلوي ګوند نه نوماندۍ لپاره خپله نوماندي رسمآ اعلان کړه.
بلامبورګ د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي " ډونلډ ټرمپ د ماتولو او امریکا له سره د جوړولو په خاطر مې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون پریکړه وکړه. "
هغه ویلي دي چې څلورو نورو کلونو لپاره د ټرمپ بې پروا او بد اخلاقه چلند زغملی نشي . ټرمپ زمونږ د هیواد او ارزښتونو په مقابل کې تر ټولو ستر تهدید دی. که چیرې هغه د یوې بلې دورې لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي هیواد ته به داسې زیان واړوي چې جبران به يي ناممکنه وي.
۷۷ کلن مایکل بلامبورګ د ۳۶ میلیارده ډالره شتمنۍ سره د نړۍ د ګوتو په شمیر د شتمنو نه یو دی. هغه د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځه د نیویارک ښار د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې ده .