پر فیسبوک شبکې نیوکه شوې

روهي(یوه نې/۳ د لیندۍ)، رتانوي کومیډي ممثل ساشا بارون کوهین د خواله رسنیو پر فېسبوک شبکې نیوکه کړې،‌ چې په وینا یې که د شلمې پېړۍ درېیمه لسیزه کې فېسبوک وای،‌ نو هېټلر ته به د ساميانو ضد باورونو خپرولو ته اجازه ورکړل شوې وای.‌ تورنولو ضد ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې کوهین د فېسبوک بنسټګر او اجراییوي مشر مارک زوکربېرګ د خپلو خبرو هدف وګرځاوه. ښاغلي زوکربېرګ په تېره اکتوبر میاشت کې پر هغو سیاسي اعلانونو د بندیز نه لګولو په تړاو د خپل شرکت دفاع وکړه چې دروغ په کې وي.‌ مشهور ټوکمار کوهین ویلي: "که فېسبوک ته ورشې هر ډول سیاسي اعلان چې غواړې وړاندې کوي، ان که مازې دروغ هم وي." دی زیاتوي، د فېسبوک په اړه زوکربېرګ پر هغه خبره شک کوي چې ګني فېسبوک "د وینا ازادۍ" ډګر دی.‌ د خواله رسنیو مشهورې وېبپاڼې او انټرنېټي شرکتونه تر سخت فشار لاندې دي چې ګني د سیاسي کمپاینونو په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي دي. ددغو فشارونو په غبرګون کې ټوېټر د تېرې اکتوبر میاشتې وروستیو کې وویل، د نړۍ په کچه به د نومبر له ۲۲ مې پر ټولو سیاسي اعلانونو بندیز ولګوي. د لټون لوی ماشین "ګوګل" هم دا اونۍ ویلي وو، سیاسي کمپاینرانو ته به د سیاسي اعلانونو خپرولو اجازه ور نه کړي.