فرانسې د نړۍد  ملیت د کیفیت شاخص هیوادونو په لړ کې لومړی مقام وګټه

روهي(یوه نۍ/۳ د لیندۍ)، افغانستان د نړۍ د ملیت د شاخص د درجه بندۍ (QNI) په اساس په ٢٠١٨ کال کې په ١٥٨ درجه راغلی دی. افغانستان په ٢٠١٧ کې په ١٥٩ درجه کې و، په دې حساب یوه درجه ښه شوی دی.
 
د ملیت د کیفیت شاخص هیوادونه د هغوی د داخلي او بهرنيو حقایقو او فکتورونو په اساس درجه بندي کوي. د نړۍ د ملیت د کیفیت په تازه درجه بندۍ کې فرانسه د جدول په سر کې او افغانستان د جدول د وروستیو هیوادونو په کتار کې راغلی دي. د درجه بندۍ دغه شاخص د هالنډ په گروننگین پوهنتون کې ترتیب شوی. دا درجه بندي هرکال د ذکر شویو فکتورونو په اساس ټاکل کوي.
 
افغانستان، پاکستان، سومالیا، یمن، جنوبي سودان او عراق د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې ددې جدول په ټیټه درجه کې ځای لري.فرانسه د اتم ځل لپاره د جدول په سر کې راغلې ده.