
روهي(یوه نۍ/۳ د لیندۍ)، د ٢٠١٩ کال د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ جایزه د پاکستان، هند، برازیل، نیکاراګوا او تانزانیا خبریالانو ته ورکړل شوه. د خبریالانو د ساتنې کمېټه CPJ دا جایزې د هغو هیوادونو ژورنالیستانو ته د هغوی د شجاعت او زړورتیا په خاطر ورکوي چې دموکراسي په کې په غوړیدو ده. په دغو خبریالانو کې د پاکستان د ډان ورځپاڼې اډیټر ظهیر عباس هم شامل دی. د خبریالانو د ملاتړ ټولنې د پاکستان په پوځ او حکومت نیوکې کوي چې د بیان او مطبوعاتو ازادي یې محدوده کړې ده. پاکستاني مطبوعاتو او رسنیو د "پوځ له ویرې" په تېرو دوو کلونو کې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د غونډو په اړه راپورونه خپاره نکړل. د دغې جایزې دوه نور ګټونکي د ناکاراګوا خبریالان، لوسیا پنېدا اباو او مېګیول مورا، وو چې د راپورو روکولو له کبله شپږ میاشتې بندیان شوي وو.