امازون د مليارډو ډالرو په داوطلبۍ کې د ټرمپ له مداخلې شکايت کړی

روهي( یوه نۍ/۳ د لیندۍ )، د لس ميليارډو دالرو په ارزښت د امريکا د دفاع وزارت د زيربناو د عصري کولو يو قرارداد، له امازون شرکت څخه د مایکروسافت شرکت ګټلی دی. آمازون، محکمې ته شکايت کړی چې په دغه تصميم کې ترمپ نفوذ درلود. د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د دغه لوی او ګټور قرارداد داوطلبۍ ته د امازون او مايکروسافت شرکتونه ولاړ ول، چې مایکروسافت يې ګټونکی شوی دی. د جېدي (Jedi) په نوم د شاوخوا لس ميليارډو ډالرو دغه قرارداد د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې اعلان شو چې موخه يې د امريکا د دفاع وزارت د زيربناوو عصري کول دي. د ګټونکي په توګه د مايکروسافت تر اعلانيدو څخه د مخه داسې فکر کيده چې د امازون شرکت به دغه قرارداد وګټي. خو تر دغه اعلان وروسته، امازون شرکت په دغې معامله کې د «سياسي دخالت» څخه خبره کړې ده. د امازون شرکت، محکمې ته شکايت ليک کې د نورو مواردو تر څنګ، د خپل شرکت په هکله د ولسمشر دونالد ترمپ منفي نظرونو ته اشاره کړې ده. د امازون بنسټ ايښودونکی له ډير وخت راهيسې د ترمپ د لفظي حملو هدف ګرځيدلی دی.